
کابل، د زمري ۲۲مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن له بهر څخه د پوهنتونونو راغلیو استادانو ته د ښه راغلاست په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د ځوان کهول د فکري جوړونې لپاره بايد پراخې هڅې وشي او له کلونو وروسته له رامنځته شوي فرصت څخه دې ښه ګټه پورته کړل شي.
خیرخواه همدارنګه وویل چې په هېواد کې اوسنۍ ستونزې دايمي نه دي او په هره سختۍ پس اساني خامخا راتلونکې ده.
سرچینې زیاته کړه، چې هېوادوال په ځانګړي ډول د پوهنتونونو استادان دې په هېواد کې شته استقلالیت غنیمت وګڼي او په منفي تبليغاتو دې له هېواد څخه وتلو ته زړه نه ښه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست همدارنګه وویل د خوشحالۍ ځای دی، چې افغانان په خپلواک هېواد کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کوي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د سياسي کمېسيون غړی انس حقاني په دغه غونډه کې وویل، چې د ځینو کړیو د منفي تبليغاتو په پايله کې داسې فکر رامنځته شوی، چې ګواکې دا نظام د څو ورځو مېلمه او له منځه تلونکی دی، خو په وینا يې اوسنی نظام د افغانانو د بېساري قربانیو پایله ده او له منځه وړل يې اسان کار نه دی.
نوموړي په هېواد کې روانو اقتصادي ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان له پخوا څخه د فقر او غربت له ستونزې سره مخ وو او ټوله پړه يې باید پر اسلامي امارت وانه چول شي.
د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په مشرۍ د سیاسي کمېسیون له لوري له بهرنیو هېوادونو څخه د پوهنتونو د سلګونو استادانو د راستنېدو په مناسبت غونډه جوړه کړې وه، چې د هېواد د بېلا بېلو پوهنتونو سلګونه استادانو هم پکې برخه اخیستې وه.