
کابل، د وږي ۱۳مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پرمهال مولوي عتیق الله عزیزي د هرات د موزیم تاریخي آثار د هېواد ملي شتمني وبلله او د هغه پر ښې ساتنې یې ټینګار وکړ.
عزیزي وویل، چې د ټولو تاریخي آثارو ساتنه د ټولو هېوادوالو مسوولیت دی.
ورته مهال د هرات د ملي موزيم مدیر عبدالجبار نورزي، د یاد موزیم ستونزې له عزیزي سره شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې سږ کال ۵ زره ۹۰۰ کورنیو او ۲۵۰بهرنیو سیلانیانو له دغه موزیم څخه لیدنه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې مولوي عتیق الله عزیزي هرات ته د سفر پرمهال د دغه ولایت له بېلابېلو تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې او هم یې په بېلابېلو برخو کې د مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي دي.