
کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معين د اچکو موسسې له رئيس جولین سره وکتل.
ياده موسسه په افغانستان کې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې فعالیت کوي.
په دغه کتنه کې د تاریخي ابداتو رئیس حسیب الله نسیمي هم ګډون درلود د اچکو موسسې رئیس جولین په افغانستان کې د یادې موسسې پر فعالیتونو او راتلونکو پلانونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې د کلتوري میراثونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې به له اسلامي امارت سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین په دغه کتنه د هغو تاریخي ابداتو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د تاریخي ابداتو رئیس حسیب الله نسیمي په دغه کتنه کې د اچکو موسسې له رئيس څخه د کابل د شېوکي استوپې د بيارغونې له کبله د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې دا ډول استوپې بايد د یونسکو د کلتوري میراثونو په برخه ثبت شي.
افغانمل