امنیت

دوه تنه پاکستانيان دځانمرګو واسکټونو دچمتو کولو په وخت کې ووژل شول

کابل باختر د تلې ١٨
دوه تنه  پاکستاني ماين جوړونکي  په کاپيسا کې دچاوديدونکو توکو  د چاودنې په وخت کې ووژل شول .
   په دې پيښه کې  ددغو تروريستانو  يو افغان همکار  هم  تپي شوى دى .
  دکاپيسا ولايت  دامنيې قوماندانى  د اوپراسيون  مرستيال  سمونوال امان الله باختر اژانس ته وويل: دوه تنه پاکستاني ماين جوړونکي  او دهغوى يو افغان همکار پرون کله چې  د تګاب ولسوالۍ  په يوه اړونده سيمه کې  په يو کور کې  دچاوديددونکو توکو او دځان مرګو واسکټونو په جوړولو بوخت و، چاوديدونکي توکې وچاوديدل  اوله امله يې  دوه تنه پاکستاني  اتباع  ووژل شول او يو افغان همکار يې ټپي شو .
   يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغې پيښې په اړوند دپوليسو له خوا څيړنې پيل شوې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته