کابل باختر د کب دمياشتې ٢٤ :
د هيروئينو د توليد دوه فابرېکې تېره شپه په هلمند ولايت کې د ملي اردو او ملي پوليسو د ځواکونو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې کشف او ويجاړې شوې .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وويل:
په دغو فابريکوکې اووه سوه کيلو اوبلن اپين، څلويښت کيلوګرامه موروفين او ٧٦٥ کيلوګرامه امونيم کلورايد موجود و چې د هلمند ولايت د مياخيلو په کلي کې کشف او له منځه يوړل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ