نړۍ

پاکستان دافغانستان دملي شورا په ودانۍ بريد وغانده .

کابل باختر دچنګاښ لومړي:
  دپاکستان حکومت دافغانستان دملي شورا په ودانۍ بريد په کلکه وغانده او په خپل وخت ديرغلګرو په ځپلو کې  يې دامنيتي ځواکونو رول وستايه .
دباختراژانس دخبر له مخې، دغه راز دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت په هغې اعلاميه کې چې په دې اړوند صادره شوې ده ويل شوي دي اسلام اباد يوځل بيا هر راز  تروريستي بريد په هر ځاى او له هرې لارې چې کيږي غندي او ددغې کرغيړنې  پديدې پرخلاف دګډې مبارزې  غوښتنه يې کړې ده .
  په اعلاميه کې ټينګار شوى دى چې دپاکستان حکومت به دخپلو افغان ورونو تر  څنګ  دتروريزم پرخلاف ګډه مبارزه پرمخ بوځي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته