سیاست

د افغانستان، ایران او هند درې اړخیزه ګډه اعلامیه

کابل باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :   
د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د ایران د اسلامي جمهوریت او د هندوستان جمهوریت د لومړۍ درې اړخیزې ناستې ګډه اعلامیه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د ایران د اسلامي جمهوریت او د هندوستان جمهوریت لومړۍ درې اړخیزه ناسته نن د بهرنیو چارو د معینانو په کچه په کابل کې ترسره شوه.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ناستې مشري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په غاړه لرله. د هندوستان او ایران د پلاوو مشري د هند د بهرنیو چارو وزارت معین ویجی ګوکهالې او د ایران د بهرنیو چارو وزارت معین ډاکټر عباس عراقچي له خوا کېدله.
ناستې د چا بهار او همدا راز د ترهګرۍ، افراطیت او نشه يی توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو ډیرولو او د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې بهیر څخه د دوامداره ملاتړ په ګډون د اقتصادي همکاریو په لا پیاوړتیا تمرکز وکړ. لوریو هوکړه وکړه چې د سلامشورو راتلونکي پړاو ناسته به د ۲۰۱۹ز کال په یو مناسبه نېټه په هند کې ترسره شي.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته