امنیت

دلوګر دامنيت په تامينولو کې دخلکو تياري

٢٠ – کابل باختردسلواغې دمياشتي ١٥ :

دلوګرولايت قومي مشرانو نن په يوې غونډه کې  دخپل ولايت  دامنيت دتامينولو په خاطر تياري څرگندکړ.

 دلوګر قومي مشرانو په دې غونډه کې  دغه راز ژمنه وکړه چې دبيارغاونې او  دسولې له بهيرسره  دوسله والو طالبانو ديوځاى کېدو په لاره کې له دولت سره همګاري کوي .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې : په دې غونډه کې  چې سيمه ييزو مقاماتو اوپه پارلمان کې  دلوګر ولايت  دخلکو استازو هم گډون کړي وو  قومي مشرانو وويل  چې نور به اجازه ورنه کړي چې وسله وال طالبان په دغه ولايت کې دبيارغاونې  بهير او امنيت ګډوډ کړي .

په دې غونډه کې دلوګروالي عتيق الله لودين ددغه ولايت  دقومي مشرانو ددغه اقدام اوښه نيت  له امله قدر داني وکړه اوپه وروستيو برياليتوبونو او دامنيتي اوبيارغاونې ، فرهنګي او تولنيزو برخو کې ددوي رول ارزښتناک وباله اوله  دغو مشرانو څخه يې وغوښتل چې  له پخوا زيات دلوګرولايت  دامنيت دتامينولو او بنسټيزو جوړښتونو په برخوکې له  دولت سره همکاري وکړي .

په دې غونډه کې دلوګردولايتي شورا درييس عبدالولي وکېل  له دولت سره ددغه ولايت  دخلکو اوپه تيره بيا دقومي مشرانو همکاري  وستايله  او هغه يې په لوګر کې دامنيت دتامينولو اوبيارغاونې په لاره کې ارزښتناک وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته