امنیت

په کابل د چاودنې له امله د يوې کورنۍ درې تنه غړي ووژل شول.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
په   کابل کې د  يوې سرګلولې د  چاودنې له امله  د يوې کورنۍ درې تنه غړى   ووژل  شول.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى  باختر آژانس ته وويل :
د  تيرې شپې  د اوو بجو په   شاوخوا  د  کابل ښار د  شپږمې  ناحيې  د  چاردهي  دچارقلعه دساحې په يوه کورکې کله چې ددغې کورنۍ غړو وغوښتل په بخارۍ کې اور بل کړى  هغه سرګلوله چې د سون په موادو کې  وه ، وچاوديده چې له امله يې ديوه کوچنۍ ماشوم ، ديوه هلک اوديوې ځوانې نجلۍ په ګډون ددغې کورنۍ درې تنه غړي  ووژل شول او  د دغې کورنۍ  د پلار او مور په   ګډون څلور تنه   نور ټپيان شول .
ددغې پيښې ټپيان  روغتون  ته ليږدول شوې دي .
دا لومړى ځل نه دى دکورنۍ غړي  په دغه شان پيښو کې وژل کيږي او علت يې هم دکورنيو  بې احتياطي  ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته