نړۍ

عربستان نهه تنه امريکايان دتروريزم په ګومان ونيول .

رياض  باختر د سلواغۍ دولسمه :
  دعربستان يوې انګليسي ژبې ورځباڼې  خبر ورکړى  دى چې په عربستان کې ديولړ تروريستي ضد عملياتو په بهير کې دنهو تنو امريکاييانو په ګډون درې ديرش تنه مشکوک کسان ونيول شول .
دسعودي ګذت ورځپاڼې  دخبر له مخې  چې په جده ښار کې خپريږي څلور تنه مشکوک امريکايان  دتيرې دوشنبې په ورځ او پنځه تنه نور امريکايان  په تيرو څلورو کلونوکې نيول شوي دي .
په دغه خبر کې ويل شوي دي چې په دغو امريکايانو سربيره څوارلس تنه سعودي اتباع ، درې تنه يمنيان ، دوه تنه سوريايان ، يو فلپيني ، داماراتو يوتبعه ، يو فلسطيني  ، يو قزافى  او دغه راز داندونيزيا  يوتبعه  دتروريستي فعاليتونو په ګومان نيول شوي دي .
درويترز دخبري اژانس دخبر له مخې: په عربستان کې دامريکا دسفارت چارواکي ددغه خبر له خپريدو وروسته په سملاسي  ډول په دې اړوند دنظر څرګندونو ته نه دي حاضر شوي .
دسعودي ورځپاڼې  په خبر کې ددغو نيونو په باره کې او دداعش له ډلې سره  دنيول شويو کسانو داحتمالي  اړيکې په باره کې زيات جزئيات نه دي خپاره شوي
داعش تراوسه پورې په عربستان کې دڅومرګانيو بريدونو مسووليت په غاړه اخستى دى چې وروستى بريد يې دعربستان په ختيځ کې دشيعه ګانوپه يوه جومات کې  دتيرې جمعې په ورځ ډزې وې .
په دې بريد کې څلور تنه ووژل شول او اتلس تنه نور ټپيان شول .
سعودي عربستان په  ٢٠١٤ ميلادي کال کې داعش يوه تروريستي ډله اعلام کړه او له هغه وخت څخه تراوسه پورې  يې په سلګونو تنه په دې ډله کې دغړيتوب اويا دهغې دپلويتوب په ګومان نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته