امنیت

په ننګرهارکې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه

– ننګرهار/ باختر دزمري نولسمه :
په ننګرهار ولايت کې د يولړچاودنو مخه ونيول شوه.
  امنيتي مامورينو نن سهار د دغه ختيځ ولايت په ګڼ ميشتو سيمو او ساحو کې اووه ماينونه او بمونه کشف او شنډ کړل .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس  ته وويل: طالبانو او داعشيانو غوښتل چې د دغو ماينونو او بمونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يو لړ مرګانۍ پيښې رامنځته کړي، خو بريالي نه شول .
  د دغو ناکامو بريدونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي خو پوليس وايي چې د عاملانو د نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته