روغتیا

په غزنې کې ديوه روغتيايي کلينيک دجوړولو کار پيل شو

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٦ :    
دغزني ولايت په مرکز کې ديوه روغتيايي کلينيک دودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
دغزني ولايت   دعامې روغتيارئيسې ډاکترې ضياګل اسفندي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  ټاکل شوې ده ددغه روغتيايي کلينيک ودانۍ  په راتلوونکو شپږ و مياشتو کې دغزني ولايت په مرکز قلعه جوس کې جوړه شي.
ده وويل چې دغه ودانۍ  د اوو مليونو افغانيو په  لګښت  جوړيږي چې دعامې روغتيا وزارت په پرمختيايي بودجې څخه ورکول کيږي  اوله ټولو تجهيزاتو سره به يې اووه  خونې ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته