سیاستخبرونهTOP

د افغانستان ارزي زېرمو ساتنه او مديریت د یاد هېواد قانوني حق دی او امريکا بايد دا حق تر پښو لاندې نه کړي

کابل، د زمري ۲۰مه، باختر

ملت ته د حساب ورکولو د لړۍ پر دوام د افغانستان بانک نن د تېر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شريکې کړې.

د یاد بانک مسوولین وايي په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته يې د پولي ثبات او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه کوټلي ګامونه اخیستي او د مدریت بحران یې په ښه ډول کنټرول کړی دی.

دغه بانک د ډالرو او نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د نوساناتو د مخنیوي په موخه تېر کال تر ۲۹ ځلو زیات د اسعارو لیلام  تر سره کړی دی.

د افغانستان بانک د پاليسۍ ستر سلاکار لطف الحق نور پسرلی وايي د تېر یوه کال په اوږدو کې د نورو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ د برابرۍ نرخ د شته ننګوونو سره سره د سیمې د ډېرو هېوادونو په پرتله د نسبي ښه والي څخه برخمن وو.

پسرلی زیاتوي چې د اسلامي امارت د کابينې د پرېکړې سره سم په راکړه ورکړه کې د افغانیو د کارونې په موخه يې د کورنیو چارو له وزارت سره په ګډه د افغانيو د کارولو طرحه چمتو او په لاره اچولې ده، چې په وینا يې دغه طرحه په سواداګریزو چارو کې د افغانيو د کارونې لپاره ډېره ګټوره تمامه شوې ده.

د افغانستان بانک چارواکو همدارنګه وویل چې له سیاسي تحول وروسته یې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره په تخنیکي کچه د اړیکو د ټینګښت لپاره هر اړخیزې هڅې کړې دي، چې دا چاره د بانکي اړیکو او په ځانګړي ډول د وارداتو په برخه کې د ښه والي لامل شوی دی.

دوی زیاته کړه چې د ټولو نړيوالو اصولو او قوانینو پر بنسټ د افغانستان بانک د ارزي زېرمو ساتنه او مدیریت د یاد بانک قانوني مسؤلیت او حق دی او امریکا باید دې چارې ته پاملرنه وکړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې آزادې کړي.

د افغانستان بانک د چارواکو په وینا د افغانستان د شتمنیو د کنګل د دوام لپاره هېڅ ډول قانوني او موجه دلیل شتون نلري او امریکا باید په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په موخه دغه پیسې بېرته آزادې کړي.

سرچینه زیاتوي چې د پرلپسې هڅو او خبرو په پایله کې توانېدلي، چې د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو جوازونو د کنټرول له ادارې څخه ۱۴، ۱۵، ۱۶، ۱۷، ۱۸، ۱۹ او شل شمېره عمومي جوازونه تر لاسه کړي دي، چې په پایله کې يې د هېواد پر بانکي نظام یو شمېر محدودیتونه له منځه تللي دي.

د افغانستان بانک له تحول څخه وروسته  د مدیریتي تشې د مخنيوي په موخه ۳۱ تنه په شرایطو برابر کسان د بانکونو په کلیدي بنسټونو کې منظور شوي او د بانکي خدمتونو د پراختیا په موخه د ۱۲ بانکي استازولیو او غرفو، ۲۰ پایو صرافي خپل کاره ماشینونو، او ۴۷ پایو POS  ماشینونو د لګولو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

دې بانک د غیر بانکي سکتور په برخه کې د نويو شرایطو مطابق د صرافیو او پولي خدمتونو د شرکتونو لپاره ۷۷ جوازونه صادر کړي، د ۶۴۴ غیر قانوني صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونه يې تشخيص او فعالیتونه يې درولي او د صرافیو او پولي خدماتو د معیاري کولو او شرکتي جوازونو ته د اړولو لپاره  ۱۳۰۰ انفرادي جوازونه چې د اعتبار نيټې يې ختمې شوې وې، فسخه کړي دي.

د افغانستان بانک چارواکو وویل چې  له هېواده د ډالرو د قاچاق، او د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د نړیوالو همکاریو د دوامداره ساتلو او په نړیوالو سازمانونو لکه اګمانټ او آسیا پسفیک هېوادونو کې د غړیتوب د څرنګوالي لپاره هرې ډلې ته په جلا جلا ډول د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوايدو پر وړاندې د مبارزې په تړاو د اجرااتو په برخه کې د اطمنانيې راپور لېږلی دی.

هېره دې نه وي چې یاد بانک په تېر یوه کال کې د جوازونو د پروسس له درکه ۶۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا