سیاست

حامدکرزی: موږ به له دې وروسته خپل کورنی حالت سم کړو

کابلباختر دچنګاښ اوله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د ملي شورا په فوق العاده غونډه کې وویل چې موږ به له دې وروسته خپل کورنی حالت سم کړو او د قانونمند نظام ستنې به ټینګې کړو.

باختراژانس ته دجمهوررياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتو له مخې.

حامدکرزي په دې غونډه کې دافغانستان ښې راتلونکې ته د اشارې په ترڅ کې وویل موږ به له دې وروسته خپل کورنی حالت سم کړو، په حکومتوالۍ کې به ښه والی راولو، د قانونمند نظام ستنې به ټینګې او قانون به په ښه ډول پلی کړو.

جمهوررئیس د فساد پرخلاف مبارزه یوه جدي اړتیا وبلله،او وې ویل: د خلکو او دولت د جایداد ونو غضب اوج ته رسیدلی دی.د خلکو ځورونه  او د ملت کړونه دا هغه  دردونه دي چې دولت یې باید درملنه وکړي. که دا مو وکړل افغانستان به مستقل  او پرمختللی وي او که دا کارمو ترسره نه کړ، ژوند به مو په عذاب وي.

حامدکرزي وویل: له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته  دا دافغانانو مسوولیت دی چې خپله خاوره پخپله وساتي اوکه چیرې کوم ورانی رامنځته کیږي موږ به د ملت پر وړاندې مسوول واوسو.

جمهوررئیس تنظیم پالنه، قوم پالنه، ولایت پالنه او د خپلوۍ پر بنسټ د اړیکو پالل د ښې حکومتوالۍ په لاره کې پرتې ستونزې وبللې هوډ یې څرګند کړ چې دغه ستونزې به د ملي شورا په همکارۍ له منځه یوسي.

 

ده، وویل:(( زه خو تاسو ټولو تراوسه پورې مصلحت پال بللم او تراوسه د یو شمېر دلایلو له مخې مصلحت پال هم وم، خو له دې وروسته دې خبرې بدلون وکړ اوپه کوردننه به سمونې رامنځته شي.))

جمهوررئیس په هېوادکې د ټوپک له لارې د زور ښودلو علایم خطرناک وبلل،او وې ویل د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رئیس ته یې لارښوونه کړې ده چې د ټوپک له لارې د زورښودلو مخه ونیسي ترڅو خلک په آرامۍ سره ژوند وکړي.

حامدکرزي د افغانستان د خلکو پرخلاف دسیسو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: هغه کسان چې د افغانستان د تجزیې خوبونه وینې باید په دې پوه شي چې د دوی نیکونو هم دغه آرمان له ځان سره ګورته وړی دی او دوی به یې هم له ځان سره ګورته یوسي.

ده زیاته کړه:(( زه نن دلته په پوره ډاډ سره راغلی یم، ما هم خپل حالات درک کړي او هم خپلې راتلونکې ته پلان لرو، د پرمختللي، د عزت خاوند، د ملي یووالي، د پاکې او خدمتګارې ادارې لرونکې افغانستان لپاره پلان. ځکه چې پاکه او خدمتګاره اداره دا هېواد هغه ځای ته رسوي چې زموږ موخه ده او د افغانستان سیاسیون او نخبه ګان هم په دې اړه ستره وظیفه لري.))

د هېواد جمهورریس په دولتي اداروکې د سمون د رامنځته کولو په باب د دولت د درې ګونو قواوو چارواکي مخاطب کړل وې ویل: څوک دې په شخصی او نورو دلایلو له ما څخه نه خفه کیږي، دا هېواد قربانۍ ته اړتیا لري او موږ ټول باید دې قربانۍ ته حاضر شوو.

حامدکرزي په دې وروستیوکې د هېواد پرامنیتي ځواکونو باندې د تروریستي بریدونو زیاتوالي ته د اشارې په ترڅ کې وویل: افغانستان هره ورځ له شلو تنو څخه تر پنځه ویشتوتنو پورې د هېواد د امنیتي ځواکونو منسوبین د بیلابیلو تروریستي بریدونو له امله له لاسه ورکوي.

ده وویل: دښمن په دې پوهیږي چې افغانستان د همدغو ځواکونو په لاس ساتل کیږي نو ځکه یې د هغوی پرخلاف خپل تروریستي بریدونه پراخ کړي دي.

د هېواد جمهوررئیس په دې باندې ټینګار وکړ چې د افغانستان د خلکو دښمنان باید په دې پوه شي که د نړیوالې ټولنې پیسې وي او که نه وي، د افغانستان خلک به واښه وخوري  او په خپلو خیټو پورې به تیږي وتړي خو خپل امنیتي ځواکونه به په هرډول چې کیږي، پیاوړي کړي ترڅو له خپلې خاورې څخه  په خپلواکه توګه ساتنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته