امنیت

څلور تنه طالبان ووژل شول .

کابل باختر دغبرګولي  اته ويشتمه :

په ارزګان ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

 په دغوعملياتو کې چې تيره شپه دطالبانو په يوه پټنځي  ترسره شول شپږ تنه نور جګړه ماران ونيول شول .

 دغو طالبانوپه خپل پټنځي کې ديو لړ تروريستي بريدونو دترسره کولو لپاره تياري نيوه چې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا پرې بريد وشو .

باختراژانس  دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې په دغو عملياتوکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه  نور ټپيان شول .

 ناټو تاييد کړه چې طالبانو ځان ديو لړ تروريستي بريدونو لپاره چمتو کاوه .

 ددغې خبرپاڼې دڅرګندونو له مخې، په دغو عملياتو کې پوځيانو دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپوهم ترلاسه کړې ده ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې افغان پوځيانو اوبهرنيو ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته