امنیت

په کندز کې دپنځو ټنو نشه يي توکو له منځه وړل .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :
پنځه ټنه  نشه يي توکي پرون په کندز ولايت کې وسوځول شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني باختراژانس ته وويل پنځه ټنه نشه يي توکي چې  دامنيې  قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دپوليسو  له خوا دجلاجلا عملياتو له   امله کشف اوضبط شوي و دکندز دوالي محمد عمر صافي اوام ددغه ولايت دامنيې قوناندان   محمد قسيم جنګل باغ  په وړاندې وسوځول شول .
حسيني زياته کړه ددغو قضيو په اړوند ١٥٠ تنه قاچاق وړنکي نيول شوي او عدلي اوقضايي مراجعو ته سپارل شوي دي .
  ديوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونوله مخې  په سوځول  شويو توکو کې   ٥٦ کيلوګرامه هيروئين ، ٣٨٥ کيلوګرامه اپين ١١٣٠ کيلوګرامه چرس او يوه اندازه الکولي مشروبات اوکيمياوي توکي شته .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته