خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون غونډه جوړه شوه

کابل، د زمري ۲۷مه، باختر
د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د ریاست الوزرا د لومړي معاونیت په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د «ټاپي» پروژې د رهبرۍ کمېټې لپاره د افغانستان له لوري ملا عبدالغني برادر اخوند، چې په کال کې د دولتونو په کچه غونډه کوي او د «ټاپي» شرکت لپاره شیخ شهاب‌الدین دلاور، چې د اړتیا په وخت کې د وزارتونو په کچه غونډه کوي، د استازو په توګه ورمعرفي شول .
ټاکل شوې ده د دغې پروژې عملي چارې په نږدې راتلونکي کې له هرات څخه پيل شي.
په دې غونډه کې د خصوصي بانکونو د پیاوړتیا په موخه اقتصادي کمېسیون د بانکي قضیو د ژر خلاصون لپاره له سترې محکمې د یوې اختصاصي محکمې د جوړېدو غوښتنه کړې او همدارنګه پرېکړه وشوه چې د افغانستان محاکم دې د جایدادونو او ملکیتونو د شرعي قبالو ورکړه پيل کړي، خصوصي ساختماني کارونه دې بیا پيل شي، د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان بانک دې هڅه وکړي چې له مرسته کوونکو سازمانونو سره د همغږۍ له لارې نقدي بشري مرستې د یو بانک پر ځای د څو خصوصي بانکونو له لارې حواله کړي. همدا رنګه د بهرنیو چارو وزارت دې په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د خصوصي بانکونو د بانکي حسابونو د خلاصون لپاره هڅې وکړي، د افغانستان بانک دې د مالیې وزارت په مرسته خصوصي بانکونو ته ودیعه ورکړي، د بانک ظرفیت ته په کتو دې د دولتي کارکوونکو معاش د خصوصي بانکونو له لارې حواله شي، د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې دې خصوصي بانکونه د ایران، پاکستان او مالیزیا له تجربو ګټه واخلي او دغه راز دې د شریعت مطابق د مرکزي بانک د طرزالعمل پر اساس خصوصي بانکونه خلکو ته د اسلامي قرضو (مضاربه، مرابحه، سلم) ورکړه پيل کړي.
دغه راز په یاده غونډه کې له ایران سره د اقتصادي موضوعاتو پر سر د مالیې، کانونو او پټرولیم، اوبو او انرژۍ، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د اوسپنې پټلۍ ادارې د یو ګډ باصلاحیته او مسلکي پلاوي پر ټاکلو هم پرېکړه شوې ده او ټاکل شوې ده دغه پلاوی به ډېر ژر له ایران سره پر بېلابېلو موضوعات بحثونه وکړي.
په اقتصادي کمېسیون کې دغه راز پرېکړه شوې چې د اوبو او انرژۍ وزارت دې په سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم درې او شیرآبه بندونو لومړۍ سروې ترسره او د ډیزاین چارې بشپړې کړي. سلطان ابراهیم درې بند د 20 میګاواټه برېښنا پر تولید سربېره، 250 زره جریبه ځمکه هم خړوبوي چې په تخمیني ډول پر دواړو بندونو باندې ۱۲۴میلیونه ډالره لګښت راځي.
د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې، ټولګټو او ښارجوړونې وزارتونو ته دنده وسپارل شوې چې د سرپل د ښاري حلقوي سړک سروې ترسره او ډیزاین یې بشپړ کړي. دغه راز په غونډه کې پرېکړه شوې چې په سرپل کې به د ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د یو بل بند د جوړولو کار هم پيل شي چې ۷ زره هکټاره ځمکه خړوبوي.
وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا