سیاست

حامدکرزي : شتمنو ته په کار ده چې زموږله اړو روژه تي هيوادوالو سره مرسته وکړي .

-کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په هيواد کې له شتمنو کسانو اوخيريه موسسو څخه وغوښتل چې دروژې دمبارکې دمياشتې په بهير کې دى له بي وزلو او اړو کورنيو سره مرسته وکړي .
دغه راز دهيواد جمهور رييس له سوداګرواو دتوکو له پلورونکو څخه هم وغوښتل  چې په دې مبارکه مياشت کې دې دتوکو دبيو دلوړيدو مخه ونيسي .
  باختراژانس خبر راکړ، دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  حامدکرزي چې دپنجشنبې په شپه يې دملي راډيو له لارې خبرې کولې درژوې دمبارکې مياشتې له امله يې ټولو مسلمانانو په تيره بيا زموږ ممسلمانو خلکو ته مبارکي وويله اوهيله يې وکړه چې زموږ ديندارخلک دغه مبارکه مياشت دسولې او امنيت په فضا کې په عباداتو او عافيت سره تيره کړي .
جمهور رييس په دې راډيويي وينا کې دروژې مبارکه مياشت دخير اوبرکت او دعباداتو مياشت وبلله اوزياته يې کړه له نورو سره مرسته په هروخت اوزمان کې نيک عمل دى خو دروژې په مبارکه مياشت کې له اړو او بي وزلو کسانو سره مرسته له ديني ارشاداتو ، انساني عواطفو او هم ددغې مبارکې مياشتې له فضيلتونو څخه دي .
حامدکرزي څرګنده کړه چې موږ په کليو اوښارونو کې داسې هيوادوال لرو چې له زياتو ستونزو اومشکلاتو سره لاس او ګريوان دي او سره له دې چې دخپلې کورنۍ نفقه نه شي برابرولى  روژه نيسي او الهي اوامر پرځاى کوي .
جمهور رييس وويل،  دټولو هيوادوالو  په تيره بيا شتمنو کسانو ته په کار دى چې له دغه شان اړو کسانو سره مرسته وکړي چې ددوى له صدقې اومرستې څخه په استفادې سره هغوى هم دخپلې روژه ماتې لپاره يوه مړى ډوډۍ  برابره کړي .
حامدکرزي له خيريه موسسو څخه وغوښتل چې خپلې زياتې مرستې دى په دې مبارکه مياشت کې په مستحقو کسانو وويشي .
جمهور رييس په دې راډيويي وينا کې څرګنده کړه، زياتره ليدل کيږي چې دروژې په مبارکه مياشت کې په بازارونوکې دلومړنيو اړتيا وړ توکو بيې لوړيږي اوزموږ روژه تي خلک تل له دې پلوه سرټکوي ،زه دهيواد له ټولو سوداګرو او پلورونکو څخه  غواړم چې دمناسبې ګټې په ترلاسه کولو سره دې دبيو د لوړيدو په تيره بيا په دې مبارکه مياشت کې داړتيا وړ توکو دبيو دلوړيدومخه ونيسي .
دغه راز حامدکرزي له ميندو اوپلرونو څخه هم وغوښتل چې دخپلو ماشومانو دروغتيا او سلامتيا لپاره دې تر سوځنده لمر لاندې دهغوى دلوبو مخه ونيسي او هم دى دقت وکړي چې خپلو ماشومانو ته غير روغتيايي خواړه اوڅښاک ورنه کړي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته