سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت د بریا لومړنۍ کالیزه په کابل کې ونمانځل شوه

کابل، د زمري ۲۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت، د زمري ۲۴مه (د مجاهدینو په لاس له اشغال څخه د کابل فتحې او بریا) لومړنۍ کالیزه په کابل کې ونمانځله.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت جګپوړو مقاماتو، د کابینې یو شمېر غړیو او نورو مسئولینو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې، په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د تېر یو کال د ځینو مهمو کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې شول.
وروسته، د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس احمدالله وثیق، په تېرو شلو کلونو کې په هېواد کې د اشغالګرو د جنایتونو په اړه خبرې وکړې او په دې موده کې یې د افغان ویاړلي ملت د صبر، زغم، قربانیو او مرستو یادونه وکړه.

دغه راز مفتي محمود ذاکري، د کابل بیا فتحه او بریا یو لوی نعمت یاد کړ او ویې ویل چې د هېواد د حیواناتو، انسانانو او بوټو مسئولیت د فتحې د مشرانو پر غاړه دی.
د غونډې په دوام، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د مجاهدنیو د قربانیو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې چې د دوی دغه قربانۍ باید هېرې نشي او د اسلامي نظام ساتنه وشي.
هغه وویل چې اسلامي امارت په ډېر کم وخت کې، په سیاسي، فرهنګي، اقتصادي، پوهنې، لوړو زدکړو او نورو برخو کې ډېر مهم کارونه ترسره کړي او پرمختګ هم شوی دی.

متقي زیاته کړه چې د افغانستان ثبات د ټولو په ګټه دی، خو بې ثباتي یې د هېچا په ګټه نه ده او د دښمن ټول تبلیغات د خلکو په همکارۍ شنډ کړای شوي دي.
هغه یو ځل بیا نړیوالو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره هېڅکله، د هېچا پر ضد نه کارول کېږي او پر هغوی یې غږ وکړ چې د افغانستان په چارو کې د مداخلې هڅې دې نه کوي او هم د پلمو لټولو او بې ځایه بندیزلګولو پر ځای دې له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.
همدا رنګه، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې اشغالګرو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان فضا او ځمکه اشغال کړې وه او ډول ډول جنایتونه یې ترسره کړل، جوماتونه، مدرسې او د واده مراسم یې بمبار کړل او هغه وسلې یې وکارولې چې د نړیوالو اصول او قوانیو له مخې کارول یې منع دي.

هغه زیاته کړه چې د تېرې ادارې یو شمېر کسانو په لوی لاس اختلاس وکړ او د افغانانو په پیسو یې، په بهرنیو هېوادونو کې کورونو او جایدادونو واخیستل.
د مولوي حنفي په وینا؛ د شل کلن اشغال او د تېرې ادارې یو سوغات، په هېواد کې د روږدو کسانو زیاتېدل دي چې له بده مرغه نن شاوخوا ۵ میلیونه افغان په نشه يي توکي روږدي شوي چې له دې جملې یو میلیون یې ښځې او ماشوان دي.
هغه ډاډ ورکړ چې اوس په هېواد کې د ظلم او بې عدالتۍ لمن راټوله شوې، شرعي قانون پر ټولو یو شان پلي کېږي او ټولو ته حقه حقوق ورکول کېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د څرګندونو له مخې؛ د (زمري ۲۴مه) هغو کسانو چې د اشغالګرو لاس پوڅي او ملاتړي وو او په چور، اختلاس او فساد کې یې لاس درلود، یوه «توره ورځ» ده؛ خو مجاهدینو، آزاداي غوښتونکو او هېوادپالو افغانانو ته دا ورځ یوه «سپینه او د ویاړ ورځ» ده.
د غونډې په بهیر کې، د اطلاعاتو او فرهنګ سر‍پرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه وویل چې د آزادۍ دغه نعمت د ډېرو غمونو او تکلیفونو له تېرولو وروسته د افغانانو په نصیب شو او باید د دغه لوی نعمت چې آزادي او په هېواد کې د اسلامي نظام واکمني ده؛ شکر وباسو.


هغه په خپلو خبرو کې، افغانان صبر، زغم، د هېواد بیارغولو او د اسلامي نظام ملاتړ ته را وبلل او پر هغوی یې غږ وکړ چې د دښمن پر پوچو تبلیغاتو دې باور و نه کړي.
هغه زیاته کړه چې اوسنی نظام افغانانو ته مفت نه دی ورکړل شوی، بلکې د آزادي غوښتونکو کسانو په تېره بیا د مجاهدینو د پاکو وینو په برکت لاس ته راغلی دی او باید ترې په کلکه ساتنه وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سر‍پرست وزیر څرګنده کړه چې اسلامي امارت بیان آزادۍ ته ژمن دی او د هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د خلکو او د افغانستان ملي ګټو لپاره کار کوي، نه د پردیو لپاره.
په همدې ترتیب، د ملي دفاع سر‍پرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وویل چې اوسنی نظام د عظیمو قربانیو او کړاوونو په پایله کې لاس ته راغلی او باید د دغه ستومان او جنګ ځپلي ولس خدمت وکړو او هغوی ته کاري زمینه برابره کړو چې په آرامه ژوند وکړي.


مجاهد زیاته کړه: که څوک ما په رسمیت پېژني او که له تور لېست مې لرې کوي او که نه، خو زما مسئولیت دا دی چې زه د ولس د هوساینې لپاره کار وکړم.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ که هر مسئول له ځان سره فکر وکړي او ځان قاضي کړي، په خپله به ورته معلومه شي چې خپل مسوولیت یې ادا کړی او که نه او که خپل مسئولیت په ښه ډول ترسره کړو، نو هېواد به مو ډېر ژر پرمختګ وکړي.
مجاهد زیاته کړه: هر څوک چې د یو او بل په نامه په هېواد کې امنیت اخلالوي او ستونزې زېږوي، موږ یې ځپو او عدالت منګولو ته یې سپارو. په یو او بل ځای کې پر عامو هېوادوالو برید د دښمن کمزوري ښي چې یو لېونی هم دغه کار کولای شي او د هر هېوادوال امینت زموږ مسئولیت دی.
د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي: د بدخشان واخان د افغانستان د سر حیثیت لري، تر څو چې زموږ سرونه وي، واخان به هم وي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپلو خبرو کې، د (زمري ۲۴مه) له ویاړ او لاسته راوړنو ډکه ورځ وبلله او ویې ویل چې تېر کال په همدې ورځ د اسلامي امارت ځواکونه وتوانېدل چې کابل ته ننوځي او اشغال پای ته ورسوي.


هغه زیاته کړه چې په تېر یو کال کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د تېر په پرتله زیاتې دي، ټولو دولتي ادارو خپلې کړنې په سمه توګه سرته رسولې او د رسنیو، فرهنګ، ادب او نورو برخو کې ډېر کارونه شوي او د لا ښه والي لپاره یې هڅې دوام لري.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند وايي چې د افغانستان دښمنان لا هم خپلو تبلیغاتو ته دوام ورکوي او هغو کسانو چې د افغانستان د خلکو د جهاد نوم بد کړ او د افغانانو د ټولو بدبختيو عاملان دي؛ اوس هم په شرارت لاس پورې کوي.
مجاهد پر هغوی غږ وکړ چې له اسلامي نظام سره یوځای شي؛ په خپل هېواد کې هوسا او آرام ژوند پيل کړي او له شرارت څخه دې لاس واخلي او دغه راز د اسلامي امارت له امنیتي او دفاعي ځواکونو یې وغوښتل چې د خلکو امنیت ته دې زیاته پاملرنه وکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او د حرکت انقلاب اسلامي مسئول مولوي نقیب احمد محمدي هم د کابل فتحې او د دې ورځې پر ارزښت خبرې وکړې.
همدا راز د غونډې په بهیر کې یو شمېر شاعرانو او لیکوالانو د موضوع اړوند خپل شعرونه او مقالې ولوستلې.
د یادونې ده چې د زمري په ۲۴مه چې د آګسټ له ۱۵مې سره برابره ده؛ پوره یو کال وړاندې په همدې ورځ د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو پلازمینې کابل ته ور ننوتل او په دې سره په هېواد کې یو ستر سیاسي بدلون رامنځته شو چې په پایله کې یې په هېواد کې اسلامي نظام واکمن او د افغانستان سیاسي ژوند ته نوی هویت ورکړل شو، زورواکي او د قدرت جزیرې ختمې شوې، اداري فساد صفر ته راټيټ شو، د افغانستان د خلکو عایداتي سرچینې د غاصبانو له منګولو خلاصې شوې او په پای کې افغانستان له ۲۰ کلن اشغال آزاد کړای شو.
وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا