دوحه باختر د سلواغې دويمه :
د قطر د بهرنيو چارو وزارت پرون مازيګر د يوې وينا په صادرولو سره دکابل په انترکانتيننتال هوټل تروريستي بريد وغانده .
د قطر د بهرنيو چارو وزارت په دې يادونې سره چې دوحه له انګيزې او دلايلو څخه پرته له تروريزم سره مخالف دى،دافغانستان له دولت او خلکو سره همدردي کوي .
هغه ځانمرګي يرغلګر چې د شنبې په شپه يې دکابل په انترکانتيننتال هوټل په بريد سره د افغانستان څه دپاسه سل تنه ملکي وګړي او بهرنيان يرغمل کړي و له پنځلسو ساعتونو نښتو وروسته د دولتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
د افغان خبرځايونو د خبرونوله مخې ، په دې تروريستي اقدام کې څو تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو د يوې وينا په صادرولو سره د دغه بريد مسووليت پرغاړه واخيست . ختم- ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل