امنیت

په لغمان کې په بمونوبار يو مرکب کشف شو

کابل باختر د مرغومي اته ويشتمه :
په لغمان ولايت کې په بمونو بار يو مرکب کشف شو.
د ملي اردو ځواکونه وايي چې په بمونو بار دغه مرکب ټاکل شوې وه د لغمان ولايت په يوه ګڼ ميشته سيمه کې وچول شي .
په بمونوبار دغه مرکب پرون ناوخته د عليشنګ ولسوالۍ په عمومي واټ کې د ملي اردو د پوځيانو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې کشف شوى دى .
د افغانستان په ختيځ کې د ملي اردو د ځواکونو وياند محمد نعمان عاطفي  د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغه مرکب شل کيلوګرامه چاوديدونکي توکي بار شوي و. په بمونو بار ددغه مرکب ليږدونکى په ښکاره د اردو د ځواکونو له رسيدو مخکې تښتيدلى دى .
عاطفي وسله وال طالبان د دغه ناکام بمي بريد مسوول بولي او وايي چې د دغې پيښې د عاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته