کابلباختر د ميزان١٦
پنځه تنه وسله وال مخالفين نن په کاپيسا ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
عبدالمومن مصلح چې دکاپيسا ولايت دسولې دکميټې مسوول دى باختراژانس
ته وويل : دغه افراد چې پخوا دپاچا په مشرۍ په تګاب ولسوالۍ کې په دولتي ضدفعاليتونو بوخت و له دولتي ځواکونو سره يوځاى شول له دولت سره ديوځاى شويو افرادو په استازيتوب پاچا وويل ، له دولت سره زموږ دپيوستون علت دادى چې پوه شو دافغانستان د ګاونډيوهيوادونواستخبارات په افغانستان کې لاسوهنه کوي اوزموږ په هيواد کې د ودې اوپرمختګ خنډ کيږي .
ده د دولت له نورو مخالفينو څخه وغوښتل چې راشي اوله دولت سره يوځاى شي اودخپلو سيمو په بيارغاونه کې ونډه واخلي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ