ټولنه

په بدخشان کې نوي زره کورنيو د ملي پيوستون له پروګرام څخه ګټه واخسته

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
په بدخشان ولايت کې ٩٠ زره کورنۍ د ملي پيوستون له پروژوڅخه برخمنې شوې. په دغو پروژوکې چې دښونځيو، د روغتيايي مرکزونو، د اوبو د بندونو او د سړکونو جوړول شامل دي؛ د ٨٩٦  مليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي .
د بدخشان ولايت د ملي پيوستون د پروګرام مسوول انجنير عبدالولي نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پروژې د دغه ولايت د د اوولسو ولسواليو په ٦٤٠ کليوکې ترسره شوې دي او د ځينو پروژو کار دوام لري.
ده وويل: د دغو پروژو په بشپړيدو سره به ٨٩ زره کورنۍ ورڅخه ګټه واخلي.
ددغو پروژو د جوړولو کار يو کال مخکې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام له خوا پيل شوى و.
انجنير عبدالولي زياته کړه: ددغه ولايت په نورو اتو ولسواليوکې د ورته پروژو د ترسره کولو څيړنه هم پيل شوې ده او ټاکل شوې ده د دغو پروژو عملي کار په نږدې راتلونکي کې پيل کړي.
په همدې حال کې د بهارک ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس د دغو پروژو د تطبيق له امله خوښي څرګنده کړه چې د دغو پروژو په تطبيق سره د روغتيا، پوهنې، ترانسپورت او دکرنې او د څښاک د اوبو په برخوکې د دغو ولسواليو د زياتو اوسيدونکو ستونزې لرې شوې دي .
ده وويل: د دغو پروژو د کار په پيل سره د دغو ولسواليو يو شمېر وزګار ځوانان هم په دغو پروژوکې په کار شامل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته