امنیت

دتخار لپاره دطالبانو تش په نامه والي ته ددريو تنو نږدي کسانو نيول کيدل.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٥ :

 دتخار ولايت دملي امنيت چارواکي وايي چې ددغه ولايت لپاره دطالبانو تش په  نامه ملانورالدين ته ددريو تنو نږدي کسانو په نيولو بريالي شوي دي .

ويل کيږي چې دغه کسان دتخار اوکندز دولايتونو په مربوطاتو کې دجلاجلا پوځي عملياتوپه بهيرکې نيول شوي دي.

دتخار ولايت دملي امنيت يو خبرځاى باختر اژانس ته وويل چې يوتن نيول شوي  درستاق ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نامه ولسوال  شاه احمدالله دى .

يوبل سړي  چې دتخار دملي امنيت له خوا نيول شوى دى درستاق ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نامه مرستيال محمدظاهر دى .

ويل  کيږي چې  دريم سړي سيد مجتبي دى  چې دتخار لپاره دوسله والو طالبانو دتش په نامه والي  ملانورالدين شبکې ته  دچاوديدونکو توکو او دجنګي وسايلو دبرابرولو رهبري په  غاړه لرله .

دتخار دملي امنيت چارواکي  وايي چې نيول شوي کسانو دملانورالدين په شبکې پورې اړه لري  هغه شبکه  چې دتخار او  کندز دولايتونو په مربوطاتو کې دترورستي بريدونو په ترسره کولو بوخته ده .

دتخار دملي امنيت دچارواکو دڅرگندونوله مخې ددغو عملياتو په بهيرکې نږدي  ٥٢ کيلو ګرامه  چاوديدونکي توکي او په لسګونو جنګي وسايل هم ددغو ځواکونولاسته ورغلي دي .

دتخار دملي امنيت برياليتوبونه  ددې څرگندوي دى  چې نيول شويو کسانو په دغه ولايت کې  دترورستي بريدونو دترسره کولو نيت درلود.

تخارته دطالبانو تش په نامه  والي ملانورالدين په دغه ولايت کې دنا اراميو اصلي عامل بلل کيږي .

دطالبانودغه قوماندان دتخاراوکندز په ولايتونو کې ديوې ترورستي شبکې په جوړولوسره کله ناکله په ورانکاروعملونو لاس پورې کوي.

دافغانستان دملي امنيت مقامات په ملانورالدين دتخارپه ښوونځيوکې دمسمومونکوموادودشيندلودرهبري تورلګوي هغه پيښې چې ددغو مقاماتو دڅرگندونو له مخې دپاکستان داستخباراتو له خوا سازمان ورته ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته