سیاستخبرونه

د افغانستان اسلامي امارت د خپلواکۍ لومړۍ کاليزه په قندهار کې ونمانځل شوه

 کابل، د زمري٢٥ مه، باختر

د قندهار خلکو د امريکا له اشغال څخه د افغانستان د خپلواکې لومړۍ کاليزه  ونمانځله.

په زرګونو خلکو پرون او نن په داسي حال کې چې د اسلامي امارت سپين رنګه

بيرغ ورسره و، واټونو ته راووتل او په خوشحالۍ او نڅا سره يې د بهرنيو ځواکونو

وتل او د اسلامي امارت برياليتوب جشن یې ونيوه.

دغه خلک وايي له دې امله چې هېواد یې  ازاد شوى  او اداره يې  د افغانانو په لاس کې ده خوشحاله دي.

دوى له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

يو تن لاريون کوونکي نعمت الله په داسې حال کې چې د اسلامي امارت سپين رنګه بيرغ يې په لاس کې و له افغانانو وغوښتل چې اوس د يووالي او پيوستون او ګډ ژوند وخت دى.

له بله پلوه  په قندهار کې ځانکړو ځواکونو د قرآن عظيم الشان ختم وکړ او د خپلواکۍ د لارې شهيدانو روح ته دعا وکړه.

يو کال مخکې وروستى امريکايي سرتېرى له افغانستان څخه وتښتېد او د جمهوريت په را پرځولو سره اسلامي امارت برياليتوب ته ورسېد.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا