کابل باختر دکب يوولسمه :
اته تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه ددغه جنوبي ولايت مرکز لښکرګاه ښار ته څيرمه ونښته
د هېوا د په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ چې په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: دغه ډار اچوونکي په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې بريدونه پرې وشول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي، چې پوځيان د هلمند ولايت دناد علي اوګرشک په ولسواليو کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دهلمند ولايت يوامنيتي مقام وايي چې، په دغو ډيپوګانو کې دوسله والو طالبانو دډلې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند ولايت کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړې ده .
امنيتي مامورانو نن سهار د لښکرګاه ښار او دسنګين ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، دغه ماينونه دوسله والو طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ کړى شوي و
ختم – عطاالل_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل