امنیت

ايران ته دڅارويو دقاچاقو دمخنيوي په لاره کې هلې ځلې

کابل باختر دوري دمياشتې ٦:
دهرات والي له هېواد څخه بهر ته دڅارويو دقاچاقو  په مخنيوي ټينګاروکړ.
په داسې حال کې چې ويل کيږي  دهرات ښار  قصابان هم دڅارويو دقاچاقو دمخنيوي غوښتنه کوي ، دهرات والي  محمدآصف رحيمي په يوه خبري غونډه کې ټينګار وکړ چې د څارويو قاچاق دغوښې دبيې دلوړوالې  سبب شوې ده .
دا  په داسې حال کې ده  چې  دقصابانو داتحاديې غړو  دهرات له ښاروال سره   په کتنه کې له هېواد څخه بهر ته دڅارويو دقاچاقو د  مخنيوي په لاره کې ددغې ادارې  دزياتې همکارۍ  غوښتنه وکړه.
دهرات ښاروال انجينرفرهاد نيايش  له قصابانو سره ژمنه وکړه چې دڅارويو
دقاچاقو دمخنيوي په لاره کې له دوى سره همکاري کوي  او دغه راز بايد قصابان له دغې ادارې سره په صادقانه ډول همکاري وکړي.
دغه راز دقصابانو داتحاديې غړو له انجيل  ولسوالۍ څخه دنخاس دليږدونې  غوښتنه وکړه .
ښاغلي نيايش وويل ؛ چې دنخاس د ليږدونې اړونده سندونه  دهرات ولايت  په مقام کې دي  او هر کله چې ددغو سندونو پړاونه دولايت د مقام له خوا بشپړشي  دهرات ښاروالۍ به  نخاس وليږدوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته