سیاست

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به په خپلو فعالیتونو کې شفافیت رامنځته کړي

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له موقت عمومي رئیس ټیکي نیورک ګیتو او د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیال سره په کتنه کې د ملګرو ملتونو په پراختیایي اداره کې د شفافیت او حساب ورکولو د چټکتیا له امله د دې ادارې د هڅو قدرداني وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملګرو ملتونو پراختیایې اداره په افغانستان کې له لویو مرسته کوونکو بنسټونو څخه ده چې د نظم او قانون پروژې مرستې (LOTFA) د پوليسو لپاره د بین المللي تمویل میکانیزم برابروي.
په دې وروستیو کې د بودیجې په برخه کې د یو این  ډي پي (UNDP) د ناسم مدیریت په اړه د ادعاګانو له امله د ملي یووالي حکومت او ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې اړیکې سړې شوې وې.
په دې کتنه کې جمهوررئیس وویل، د ملګروملتونو په پراختیایي اداره کې د شفافیت د پیاوړتیا، د دې ادارې په فعالیتونوکې د حساب ورکولو او له ټولو بنسټونو سره د مثبت او موثرو اړیکو د ایجاد مننه کوم.
جمهوررئیس وویل، په هغه څه کې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یې ترسره کوي، واضح موخو او لازیات شفافیت ته اړتیا ده. 
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په یوه مطبوعاتي بیانیه کې خپلې تېروتنې منلي او ټینګار یې کړی چې د ځینو کسانو پر وړاندې اقدام شوی او پر یوې متخلفې بین المللي کمپنۍ بندیزونه لګول شوي دي.
که څه هم چې د ټولو ادعاګانو د تعقیب شرایط موجود نه وو او د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې وویل، هغوی مني چې ممکن دافغانستان دولت لپاره یې د فعالیتونو پایلې د قناعت وړ نه وي.
هغوی په دې برخه کې د افغانستان دولت له لوري د هر ډول وړاندیز شویوڅېړنو څخه ملاتړ څرګند کړ.
جمهورر‎ئیس غني وویل، د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د خپلو فعالیتونو لپاره ښه میکانیزم چې د افغانستان د امنیتي ارګانونو د فعالیتونو د مدیریت لپاره مهم بنسټ وي، نه دی رامنځته کړی.
جمهوررئیس د کابل پروسې کنفرانس په پرانیستونې  وینا کې د سولې لپاره یوه نوې تګلاره بیان کړه، ويې ویل: افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو په خاطر ځینې اقدامات کړي دي. هغه زیاته کړه: موږ پوهېږو د اصلاحاتو په برخه کې ستونزې شته، خو پر هغو باید بریالي شو. پولیس باید د ثبات په ځواک بدل شي، نه د خلکو د بې ثباتۍ او نارضایتۍ په وسيله.
جمهوررئیس په دې کنفرانس کې زیاته کړه: ”تر څو چې وضعیت تغیر ونه کړي، موږ  تر هغو هېواد نشو امن کولی او سوله نشو راوستلی.» هغه په دې اړه د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې د ملګروملتونو د پراختیایي ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ته یې وویل، هیله ده په راتلوونکي کې د دې ادارې د مرستو د ناسم مدیریت په برخه کې پاخه ګامونه واخیستل شوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته