
کابل، د غوايي ۲۸ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت په منځګړیتوب د پاکستان حکومت او د پاکستان د طالبانو د تحریک ترمنځ په کابل کې مذاکرات ترسره شول.
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وايي چې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوي او په لنډ مهاله اوربند هم توافق شوی دی.
په خبره یې، د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتنې په نیت کوښښ کوي چې مذاکرات په بریالي شکل پرمخ لاړ شي او له دواړو لورو څخه یې د یو بل د زغملو او انعطاف هیله کړې.
ن/ر