امنیت

يوناما په کابل بريد چې يوشمير ملکي وګړو دمرګ ژوبلې سبب شو غندي .

کابل باختر د زمري دويمه :
  په افغانستان کې  دملګروملتو  دسازمان دمعاونيت هيئت دکابل هوايي ډګر ته څيرمه وروستى  بريد غندي چې دلومړنيو خبرونوله مخې  ديوشمير ملکي وګړو دمرګ ژوبلې  سبب شوى دى .
ځانمرګى بريد دهغو وګړو ترمنځ چې دافغانستان دجمهور رييس دلومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم دهرکلي  لپاره راټول شوي وو له هغه وروسته چې دهغه دسپرلۍ کاروان له سيمې څخه روان شو  په لڼده موده کې ترسره شو .
په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي  ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو وويل دا يو غير منطقي  بريد و چې دوحشت او دهشت  له پراختيا او دنفاق  دترويج  لپاره له   هڅو  پرته يې بله موخه نه لرله .
ده زياته کړه ددغو بريدونو سازمان ورکوونکي او هغه کسان چې ددغو وحشيانه جنايتونو ملاتړ کوي بايد مسوول  وبلل  شي او دقانون منګولو ته وسپارل شي .
په ملکي وګړو بريد دبشر دوستانه نړيوالو قوانينو تر پښو لاندې کول دي ، دبشر دوستانه نړيوالو قوانينو له مخې ښايي دغه شان بريدونه جنګي  جنايتونه وبلل شي .
دملګروملتو سازمان يادونه کوي چې ټول ښکيل لوري دې بايد په هر وخت کې خپل مسووليت په پام کې ونيسي چې ملکي وګړو ته زيان ونه رسيږي .
دملکي وګړو دسردزيان په باب ديوناما  د ٢٠١٨ کال دلومړيو شپږو مياشتو رپوټ ښيي  چې څه ډول ددولتي ضد عناصرو په واسطه ځانمرګي اوپيچلي  بريدونه د ٤٢٧ تنو ملکي وګړو دوژل کيدو او د ٩٦٨ تنو نورو دټپي کيدو سبب شوي دي چې په  ٢٠١٧ ميلادي کال کې دورته مودې په پرتله  په سلو کې دوه ويشت دملکي وګړو دسردزيان زياتوالى ښيي .
ياماموتو وويل له هغه وخت څخه  چې افغانان  په سولې د لاسبري لپاره دحل دلارو چارو په لټولو بوخت دي موږ بايد دغه شان بريدونو ته چې دجګړې دپاى ته رسولو  په برخه کې دپرمختګ لپاره زموږ د ډله ئيز هوډ دمخنيوي سبب کېږي  اجازه ورنه کړو .
  ده زياته کړه دملګروملتو دسازمان له افغانانو سره دپيوستون په ليکه کې ولاړ دى او دافغانانو په مشرۍ دسولې په يو بهير ژمن دى چې دغه جګړه پاى ته رسوي او افغانستان په دې بريالي  کوي چې بشري سرچينې  له دغه شان جنايت څخه دټولو هېوادوالو دساتنې لپاره اختصاصې  کړي .
ښاغلي  ياماموتو په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان په استازيتوب هغوکسانو ته چې په دې بريد کې يې خپل  عزيزان له لاسه ورکړي دي دهمدردى او ډاډ ګيرنې  مراتب خرګندوي او هغو کسانو ته چې ټپيان شوي دي  او بشپړې بيا روغتيا هيله کوي .
  ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته