کابل باختر دوږي دمياشتې اوومه نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د ايران د اسلامي جمهوريت ترمنځ د همکاريو د هر اړخيز سند د بشپړولو لپاره د بين الوزارتي عالي کميسيون څلورمه غونډه نن د هېواد د بهرنيو چارو د وزيرصلاح الدين رباني په مشرۍ جوړه شوه .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه غونډه چې د خبرو د پنځه ګونو کمېټو د رييسانو او غړو په ګډون جوړه شوه، د ايران له اسلامي جمهوريت سره د امنيتي، اوبو، اقتصادي، مهاجرينو
او د فرهنګي مواردو په باب موضوعګانو او د چلنجونو د حل لپاره د خبرو د دوام د څرنګوالي په باب خبرې اترې وکړې.
وروسته د هېواد د بهرنيو چارو وزير هرې کمېټې ته دنده وسپارله چې په يوه مشخصه زماني محدوده کې خپلې طرحې چمتو کړي .
دغه راز وپيتل شوه چې د ايران له اسلامي جمهوريت سره د راتلوونکو خبرو نېټه له جمهور رئيس سره له سلامشورو وروسته وټاکل شي.
0 1 دقیقه لوستل