سیاست

دپکتيکا ولايت يو شمير استازو له محمدکريم خليلي سره وکتل .

کابل باختر د زمري پنځمه :
  په ملي شورا کې  دپکتيکا ولايت  يوشمير استازو او ددغه ولايت  دولايتي شورا رييس  دجمهور رييس  له مرستيال  محمد کريم خليلي سره وکتل  اوخبرې يې ورسره وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې  برخه والو  دپکتيکا ولايت  دارګون ولسوالۍ  او دغور ولايت  دزړه بوږ نوونکو تروريستي پيښو له امله دافغانستان  مسلمانو خلکو ته د ډادګيرنې او خواخوږۍ  مراتب څرګند کړ  او وي ويل :  چې دهيواد دروژتي اومسلمانو خلکو شهيدانول هغه هم  دروژې په مبارکه مياشت کې  ددې څرګندوى دي  چې دافغانستان دښمنان  په هيڅ اسلامي او انساني اصل باور نه لري .
دپکتيکا ولايت  استازو دغه راز په پکتيکا ولايت کې  دوروستي  پيښې له امله له زيانمن شويو اومصيبت ځپلو کسانو سره  له پيښو سره دمبارزې  دملي کميټې  دمرستې  غوښتنه وکړه .
  په دې کتنه کې  دجمهور رييس مرستيال  محمد کريم خليلي هم  په پکتيکا ولايت  او غور کې  دتروريستي پيښې له امله  دافغانستان مسلمانو خلکو  او په تيره بيا ددغو پيښو دشهيدانو  کورنيو او ټپيانو ته  دډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.
دجمهور رييس مرستيال ددغې مسئلې په بيانولو سره چې دولت او له پيښو سره دمبارزې  ملي کميټه به په پکتيکا ولايت کې  دتروريستي پيښې له امله دقربانيانو له کورنيو سره  دمرستې په کار کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي  زياته يې کړه  چې له  پيښو سره دمبارزې ملي کميټه  دخلکو  خدمتګاره ده .
ده  په دې اړوند څرګنده کړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به  دنيکمرغه کوچني اختر  له رخصتيو وروسته ددغه ولايت  دوکيلانو  په شتون  له پيښو سره دمبارزې  دملي کميټې  غونډه  جوړه کړي .
  دجمهور رييس مرستيال دغه راز  دغور ولايت  دزړه بوږ نوونکي پيښې په  اړوند څرګنده کړه چې دملي امنيت دشورا  په غونډه کې  چې دجمهور رييس په مشرۍ جوړه شوه  په دې  ارتباط دتحقيق  لپاره  يو هيئت  دټاکنې په ترڅ کې  ، ټينګار وشو چې ددغې وحشتناکې پيښې مسببين  دې بايد وپيژندل شي   او سخته سزا ورته ورکړاي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته