خبرونهسیاست

د افغانستان اسلامي امارت پر فلسطینیانو د اسرائیلو بریدونه وغندل

کابل، د زمري ۱۵ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر فلسطیني مسلمانانو د اسرائیلو بریدونه وغندل.

د افغانستان اسلامي د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د غزې پر مظلومو او بې دفاع مسلمانانو د اسرائیلو ظالمانه بریدونه چې په کې ګڼ شمېر فلسطینیان شهیدان او زخمیان شوي دي اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کوي.

یاد وزارت پر نړیوالو غږ کړی چې د اسرائیلي رژیم د وحشتونو او تېري په مخنیوي کې خپل مسئولیت ادا کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا