خبرونهامنیت

په کونړکې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

– کابل / د ليندۍ ٨مه /باختر
پوځيان وايي چې په کونړ کې يې د يولړ چاودنو مخه نيولې ده.
د رارسېدلوخبرونوله مخې؛ ١٠ ماينونه او بمونه د کونړ په ګڼ مېشتو لارو کې ښخ کړاى شوي و چې نن سهار پوځيانو د خلکو په همکارۍ کشف اوشنډ کړل.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوجګپوړي مقام له باختراژانس سره په اړيکه کې د وسله والوطالبانو ډله د دغو ماينونو او بمونو د ښخولو مسوول وبلل.
هغه وويل د سيمې خلکو د دغو بمونو او ماينونو په کشفولو کې له پوځيانوسره مرسته کړې ده.
د دغو بمونواو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته