ټولنه

دکندزله بيځايه شويو کورنيو سره مرسته.

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٨  :    په بلخ ولايت کې دکندز له بيځايه شويو کورنيوسره د خوراکي توکو اولګښتي مالونو مرسته وشوه.
د بلخ ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رئيس عبدالصبور قادري  دباختر
آژانس خبريال ته وويل :  د بلخ ولايت  دمهاجرينو دستنولوچارو رياست  په بلخ کې له دغه رياست سره د همکارو  موسسواودنورومرستندويو بنسټونو په مرسته  له  ١٦٨  کندزي کورنيو سره چې په مزارشريف ښارکې په خواره  وارو ډول  شپې سبا کوي  پرون  د خوراکي توکو اودلګښتي مالونو مرسته  وکړه.
قادري زياته کړه :په  خوراکي توکو سربيره په  هرې بيځايه شوې کورنۍ اته زره  افغانۍ نعدې پيسې هم وويشل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ کې هم  په  بلخ ولايت کې دمرستندويو موسسو په همکارۍ په بلخ ولايت کې   له ١٦٥ نورو بيځايه شويوکندزي  کورنيو سره دمرستندويو موسسو په  همکارۍ  دخوراکي توکو اود لګښتي  مالونو  مرسته شوې  وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته