سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان اسلامي امارت په رسميت پېژندل کولاى شي د نړيوالو همکاريو په لوري یو مثبت بدلون وي

تصبره، کابل، د زمري ۱۶ مه، باختر
د ملي دفاع سرپرست وزیر د اسلامي امارت په رسميت پېژندل د سيمه ييزو اړيکو په ګټه بولي او له امريکا او نورو هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې د يو مشروع دولت په توګه له اسلامي امارت سره خپلې اړيکې ټينګې کړي.
د باختر آژانس مبصر ليکي: د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوی محمد يعقوب مجاهد د امريکا له ملي راډيو سره په خبرو کې ويلي ( په افغانستان کې د اوسني حکومت په رسميت پېژندل به د امريکا د متحده ايالاتو په ګټه وي ځکه بل حکومت شتون نه لري چې امريکا له هغه سره سروکار ولري) .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا ټينګښت څخه نږدې يو کال تېرېږي دغه حکومت د هغو دليلونو په خاطر چې اسلامي امارت یې مؤجه نه بولي په رسميت نه دی پېژندل شوى او دا کار د دې سبب شوى چې د افغانستان او د يو شمېرهېوادونو ترمنځ د بې اعتمادي فضا شتون ولري.
دغه هېوادونه په افغانستان کې له موجود حکومت سره د خپلو سياسي اړيکو جوړښت په هغو شرايطو پورې تړلی بولي چې هغه خپله وړاندې کړي دي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد په دې باور دى چې په افغانستان کې د اوسني نظام په رسميت پېژندل د امريکا په ګټه دی، ځکه بل نظام شتون نه لري چې امريکا ورسره سر او کار ولري.
د دغو څرګندونو هدف دا دى چې اسلامي امارت په افغانستان کې يوازېنۍ سياسي او پوځي اغېزمن ځواک دى چې په هېواد کې په سياسي او امنيتي حالاتو واکمن دى او د امريکا په ګډون نور هېوادونه له افغانستان سره د اړيکو لپاره له اسلامي امارت پرته بل آدرس نه لري چې د افغانستان په اړه ورسره خبرې اترې وکړي.
د اسلامي امارت د دغه جګپوړي غړي په نظر امريکا او نور هېوادونه بايد له افغانستان سره خپلې اړيکې له دولت سره د دولت د اړيکو پر بنسټ ټينګې کړي، د دولتونو اړيکې د منل شويو نړيوالو معيارونو او کنوانسيونونو پر بنسټ نيول کېږي او که چېرې د هېوادونو ترمنځ په دوه اړخيزو او څو اړخيزو اړيکو کې کومه ستونزه رامنځته شي کيداى شي هغه د نړيوالو قواعدو او قوانينو په چوکاټ کې هغه حل کړو په داسې حال کې چې اوسنۍ لاره امريکا او د هغه ملګرو هېوادونو چې د افغانستان پر وړاندې نيولې ده پاى يې په افغانستان کې د موجود نظام تجريد او ګوښه کول دي چې دا د هيڅ هېواد په ګټه نه ده.
زيات هېوادونه شته چې د افغانستان له اوسني نظام څخه له امريکا سره د هغو په اړيکو کې زياتې ستونزې شته خو له ټولو پيچلتياو سره سره هغوى د ناوړو تفاهماتو لرې کولو او د ستونزو حل ته رسېدلي دي.
واقعيت دا دى چې د هېوادونو ترمنځ پراخ نظر کولاى شي د زياتو ستونزو د حل سبب شي په داسې حال کې چې امريکا او د امريکا په شان زيات هېوادونه د اسلامي امارت پر وړاندې پراخ نظر نه لري او زياتره په اسلامي امارت د انتقاد له دريڅې څخه خبري کوي.
که چېرې اسلامي امارت په رسميت وپېژندل شي امريکا او افغانستان به وکولاى شي چې له دولت سره د دولت له آدرس څخه د اختلافي نظريو په حل کولو لاس پورې کړي نو په افغانستان کې د حکومت يوازينۍ مرجع په توګه د اسلامي امارت په رسميت پېژندل دوه اړخيز او څو اړخيزه ګټه لري.
د نړيوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت په رسميت پېژندل کولای شي د نړيوالو همکاريو پر لور يو مثبت بدلون وي.
\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا