کابل باختر د لړم څوارلسمه :
يوسړى له نشه يي توکو له انډيو سره په ننګرهار ولايت کې ونيول شو .
دغه سړى تيره شپه کله چې غوښتل يې يوسلو نوي کيلوګرامه چرس جلال اباد ښار ته وليږدوي دسرخ رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو له خوا ونيول شو . دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه سړي له انډيو څخه يوسلو نوي کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي .
ده وويل دغه سړى دنشه يي توکوانډې يې په مسافروړونکي موټر کې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى کړي وو .
نيول شوى سړى دپوليسو په لومړيو تحقيقات کې په ننګرهار کې دنشه يي توکو د قاچاقو کې په لاس لرلو اعتراف کړى دى .
ختم_ عطاالله _ اکرم