سیاستخبرونهامنیتTOP

د افغانستان اسلامي امارت په کابل ښار کې نننی برید په کلکو ټکو وغانده

کابل، د تلې ۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې پر «کاج» روزنیز مرکز برید یو لوی وحشت بللی او په کلکو ټکو يې غندلی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي: “د افغانستان اسلامي امارت د کابل په دیارلسمه حوزه کې په یوه روزنیز مرکز (کاج) کورس باندې برید یو لوی وحشت بولي او په کلکو ټکو يې غندي.”

د اسلامي امارت په پيغام کې، د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده شوې او ډاډ ورکړل شوی چې د عاملینو په پيدا کولو او مجازات کولو کې به په جدیت سره اقدامات ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار په ۱۳مه حوزه کې د «کاج» په نامه پر ښوونیز مرکز برید شوی او د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۱۹ هېوادوال شهیدان او ۲۷ نور  ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسئولیت چا نه دی منلی.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا