امنیت

دسرپل په نويو نښتو کې طالبانو ته دسردروند زيان واوښت .

کابل باختر د ليندى  دريمه :
دسرپل ولايت په تيرو ٢٤ ساعتو کې دپوځيانو او ډار اچوونکو ترمنځ  دجګړو ډکر دى .
په دغو جګړو کې چې دکوهستاناتو ولسوالۍ په ځينوسيمو اوسرپل ښار ته څيرمه ونښتې د ډار اچوونکو ډلې ددوو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون څه ناڅه شل ډار اچوونکي وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي .
له بلې خوا ويل کيږي په دغو جګړو کې په لسګونو کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
دکوماندو دځواکونو يو وياند باختراژانس ته وويل په دغو جګړوکې څه ناڅه شل تنه ډار اچوونکي وژل شوي او په لسګونو تنه نور  ټپيان شول .
ده تاييد کړه چې دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه سيمه ئيز قوماندانان هم ددغوجګړو له امله په وژل شويو کسانوکې شامل دي . 
دکوماندو دځواکونو دغه وياند وايي پوځيانو وکولى شول په لسګونو کلي ديرغلګرو طالبانو له شتون څخه پاک کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته