روغتیا

په کرونا ویروس اخته ښځه په دایکنډي کې مړه شوه

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي: یوه ښځه چې په کرونا ویروس اخته شوې وه؛ پرون په دغه ولایت کې مړه شوه.
د دایکنډي د والي مرستیال محمد علي روزګاني رسنیو ته وویل: دغه ۶۲ کلنه ښځه د میرامور ولسوالۍ د برګر کلي اوسېدونکې وه چې نوې له ایران څخه راغلې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د کرونا ویروس د مړينې د لومړنۍ پېښې خبر هم پرون ورکړ شوی دی.
په همدې حال کې تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس د مړينې شمېر شپږو او په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۵۸ ته ورسېد او د ١٠ کسانو درملنه شوې او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته