سیاست

د قوانينو کميټې د ښار جوړولو د چارو قانون تائيد کړ

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٢ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د دولت دکابينې  دقوانينو دکميټې غونډه نن له غرمې مخکې د جمهوررئيس د دويم مرستيال او د دغې کميټې د رئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
له اجندا سره سم په دې غونډه کې د ښار جوړولو د چارو دقانون طرحه چې دلومړي ځل لپاره دقانون دمسودې په توګه پيشنهاد شوې ده او په تيرو وختونوکې د لايحې او طرزالعمل په ډول د اجرا وړ  وه؛ په مفصل ډول غور او خبرې وشوې .
د جمهور رئيس مرستيال دغونډې په پيل کې څرګنده کړه: دا لومړى ځل دى چې د ښار جوړولو دقانون طرحه  دتصويب او توشيح بهير پيداکوي.
ده  زياته کړه:  همدا  اوس دښار جوړولو او د ښاري ژوندانه د مسئلو په برخه کې په قانوني لحاظ ستونزې شته چې دغه ستونزې د خلکو د ژوندانه زياترو نورو برخو ته سرايت کوي او دغه قانون کولاى شي زياتره ستونزې لرې کړي.
په غونډه کې د دغې طرحې د مهمو برخو په باب له مفصلو خبرو او څيړنې وروسته د قانون دغه طرحه په کلي توګه  تائيد شوه .
دغه راز په غونډه کې  پريکړه وشوه چې د اړوندو ارګانونو ترمنځ  د شته تفاهم ليک په پام کې نيولو سره په کابل ښارکې د ښاري تفصيلي پلانونو طرحه او برابرول د ښاروالۍ صلاحيت دى او د هغې تائيدول او ويزه د ښارجوړولو د چارو وزارت صلاحيت او د پلانونو وروستى تصويب د ښار جوړولو د عالي کميسيون صلاحيت په  چوکاټ کې ونيول شي .
په دې غونډه کې د عدليې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په جلا غونډه کې او د ښار جوړولو د چارو وزارت، کابل ښاروالۍ، د سيمه ييزو ارګانونو او د نورو اړوندو بنسټونو د استازو په ګډون په دې غونډه کې نور پيشنهاد شوي اصلاحي موارد او د دغه قانون په باب د کميټې د غړو نظريې عملي کړي او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت د کابينې په غونډه کې دې وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته