خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان اقتصادي اړیکې د سیمې هېوادونو لپاره خورا مهمې او ګټورې دي

د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نه یوازې افغانستان ته ارزښت لري، بلکې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو لپاره هم خورا مهمې او ګټورې دي.
د ریاست الوزراء له اقتصادي معاونیت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان له جغرافيايي اړخه په سيمه کې ځانګړی ارزښت لری. افغانستان د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا تر منځ د يوه پله حيثيت خپل کړی، نو له همدې امله د ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نه یوازې افغانستان ته ارزښت لري بلکې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو لپاره خورا مهمې او ګټورې دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د سوداګریزو لارو (سړکونو او رېل پټلۍ) نشتون د دې لامل شوی و، چې د افغانستان سوداګریزې اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د حد اقل په حالت کې قرار ولري، خو د اشغال پای او د افغانستان اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو لارو پر جوړولو او پراختیا په برخه کې هڅې پیل شوي دي. یاد معاونیت ویلي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسؤلین وتوانېدل، چې د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ نوی اقتصادي دهلېز رامنځ ته کړي چې د نوي اقتصادي دهلېز په جوړېدو سره به د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو تبادله زیاته، په لږ مصرف او کم وخت کې به د یادو هېوادونو ترمنځ انتقالیږي. دا په داسې حال کې ده چې پرون پنجشنبه (وږي ۳۱ مه) د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین هېوادونو ترمنځ د نوي رامنځ ته شوي اقتصادي دهلیز (رېل پټلۍ) له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه هېواد ته را ورسیده.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د یاد اقتصادي دهلېز د ګډون‌کوونکو هېوادونو او د اوسپنې پټلۍ د ادارو له مسؤولینو مننه کړې او د سوداګرۍ او ټرانزيت په برخه کې یې د دې لویې لاسته راوړنې مبارکي دوی او خپل ملت ته ویلې ده.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا