ټولنه

خبرتيا

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
دحج اواوقافو وزارت خبرتيا :
دحج او اوقافو وزارت په پام کې لري  چې  دناب اسلامي فرهنګ دلازيات تامين او رواجولو،  په معلوماتو دبرلاسي او دعامه په تيره بيا دځوان نسل  دذهنونو  دروښانولو په مقصد  داسلام دستر پيامبر دبشريت  دناجي حضرت محمد مصطفي (ص)  دنيکمرغه  ميلاد په  وياړ يوستر علمي او څيړنيز کنفرانس  جوړ کړي .
په دې پرتمين کنفرانس کې به ډيرې ښې مقالې ولوستلې شي .
دنبوي ( ص )  دسيرت ، دوستداران کولى شي تريوه عنوان لاندې له وضع شويو شرايطو سره سم  خپله مقاله  برابره او کاپي او سافت يې  د ١٣٩٦ کال دلړم دمياشتې تر شلمې نيټې پورې  دکابل دنوي ښار د فيض محمدخان په څلور لارې کې دحج او اوقافو وزارت داسلامي علومو دتدقيق اومطالعاتو رياست ته  وسپاري .
دمقالو عنوانونه :
يامبر رحمت ( ص )  بهترين  الگو براي امت.
  نقش اخلاق  نبوي  درساختار  جامعه بشري
  اداب معاشرت  در سيرت النبي ( ص)
  ارشادات  حضرت محمد ( ص)  در رابطه  بامحو عنعنات  ورواجهاي ناپسند.
جايگاه  زن درسيرت پيامبر  گرامي اسلام
حقوق اطفال  درسيرت النبي  ( ص)
  مبارزه پيامبر  گرامي اسلام عليه پديده شوم مسكرات ومخدرات
ارشادات پيامبر(ص)  درمورد حقوق والدين
  تاكيد پيامبر  اسلام عليه افضل  الصلاة  والسلام پيرامون حقوق همسايه
جايگاه اطاعت  از اولي الامر درسيرت رسول  كريم ( ص)
  مبادي حقوق بشر در خطبه  حجه  الوداع
  حكومتداري خوب  ومبارزه  با فساد اداري در پرتو سيرت النبي ( ص)
  مباني  جنگ وصلح در زندگي  سياسي پيامبر  گرامي اسلام
  اهميت اتحاد ويكپارچگي  در پرتو سيرت نبوي (ص )
پيامد هاي صلح حديبيه
  عفو وگذشت  درسيرت النبي ( ص ) 
اهتمام پيامبر( ص) دربناي مساجد بعد از هجرت
اهتمام پيامبر  اسلام ( ص)  به حفاظت  از محيط زيست
  پيامبر  رحمت ( ص)  به عنوان رييس خانواده
  اهتمام خاص رسول الله ( ص)  به ايتام ،  بيوه زنان و نيازمندان
  فلسفه  تعدد  ازواج  رسول اكرم ( ص)
  اداب  سلام دادن در سيرت نبوي  شريف ( ص)
شرطونه :
هره مقاله بايد   له ٢٠٠٠ کلمو څخه  لنډه نه وي .
_ مقاله بايد دهېواد  په يوه ملي ژبه وليکل شي .
_ دخبرو محور بايد دپورته دوه ويشتم عنوان سره سمون ولري .
_ له معتبرو ديني او څيړنيزو منابعو څخه  استفاده وشي .
-مقاله داسلامي علومو دتدقيق او مطالعاتو رياست  دعلمي کميټې له خوا  له څيړنې او مطالعې وروسته  انتخابيږي . او موظف  عالي کميسيون ته  ليږل کيږي .
دمهرباني له مخې  خپلې مقالې په دې پته  وليږئ  دکابل نوي ښار دفيض محمد خان څلور لارې  ، داسلامي علومو  دتدقيق او مطالعاتو رياست .
په دغه  ايمل ادرس ISLAMICRESEACH@mohia/gov/af
ختم- ف- ا
يادونه  دحج او اوقافو وزارت  دهېواد او انيس  په ورځپانو کې ددغه خبرتيا دخپريدو غوښتنه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته