اقتصاد

دهېواد په شمال کې دمميزو دساتنې ٣٦٤ خونې جوړې شوې .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دکرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دانګورو دبڼوالو داقتصاد  دلوړولوپه خاطر دهېواد دشمال په ولايتونوکې  دمميزو دساتنې ٣٦٤ خونې جوړې او ګټې اخستنې ته وسپارلې .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دمميزو دساتنې دغه خونې په پاخه او اساسي ډول او دورځې په معيارونوسره جوړې شوې دي .
دمميزو دساتنې ددغو  له جملې څخه ١١١ يې په جوزجان ولايت کې ، ١٣٢ خونې په سرپل ولايت کې ، شپيته خونې ، په بلخ  ولايت کې اويوشپيته نور يې په فارياب ولايت کې موقعيت لري .
هره خونه يې لس متره اوږدوالي ، پنځه متره سور  اوپنځه متره لوړوالې لري .
دمميزو دساتنې جوړې شوې خونې په يوه وخت کې له پنځو څخه تراوو ټنو پورې دانګورو ظرفيت لري .
دمميزو دساتنې دهرې خونې دجوړولو لګښت ٨٨٠٠ امريکايي  ډالرو ته رسيږي چې په سلوکې پنځه اويا يې دکرنې وزارت دبڼوالو دملي پروګرام له  خوا او په سلو کې پنځه ويشت  يې دبڼوالو له خوا ورکړى شوي دي .
په دغو مرکزونو کې پروسس شوي مميزروغتيايي دي  او دخزندو دنفوذ او له خاورو دوړو څخه لرې برابريږي .
په دې ترڅ کې دمميزو دساتنې په دغو خونو کې دبرابرو شويو بيه دهغو مميزو په نسبت دوه برابره ده چې دبڼوالو له خوا په دوديز ډول برابريږي .
دا دريم حل دى چې دکرنې وزارت دهېواد په شمال زون کې دمميزو دساتنې خونې جوړوي .
دکرنې وزارت ژمن دى چې دبڼوالو له غوښتنې سره سم په دې  برخه کې له هغوى سره همکاري وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته