سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان الوتکې باید بل هېواد ته ورنه کړل شي

کابل، د وږي٢٩مه، باختر

د سيمې له هېوادونو سره د امريکا امنيتي همکارۍ بايد د نورو هېوادونو د کمزورې کولو لپاره نه وي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: امريکايي خپرونې  پوليتيکو ليکلي دي امريکا غواړي د افغانستان  د پخواني پوځ  ٤٦ الوتکې چې د کابل د فتحې په وخت کې تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوي دي، دغو هېوادونو ته ورکړي.

واشنګټن له تاجکستان او ازبکستان څخه د دغو الوتکو د سپارلو په بدل کې غواړي  چې له تروريزم سره د مبارزه وکړي.

امريکا دغه همکاري د هغو امنيتي اندېښنو سره چې ګنې له افغانستان او په دغه هېواد کې د بهرنيو ډار اچوونکو له شتون څخه د منځنۍ آسيا هېوادونو ته متوجه دي اړوند بللي، خو په اصل کې امريکا په سيمه کې او په تېره بيا د چين او روسيې پر وړاندې ستر پلاني پروګرامونه لري  او له هرې ممکنې لارې هلې ځلې کوي چې د منځنۍ آسيا د هېوادونو ملاتړ له ځانه سره ولري.

ويل شوي چې امريکا له دغو دوو هېوادونو سره زياتې خبرې کړي په داسې حال کې چې تاجکستان او ازبکستان له مسکو سره د نږديوالې په دليل نه دي چمتو شوي، چې له امريکا سره امنيتي معاملې وکړي، له شک پرته د سوغات په ډول دغو دوو هېوادونو ته  د افغانستان د اردو د ٤٦ الوتکو ورکول د امتياز د ترلاسه کولو لپاره د باج  ورکول دي.

امريکا دغه راز په پام کې لري، چې له دغو هېوادونو سره د اقتصادي او تخنيکي مرستو په ګډون له نورو لارو څخه  په سيمه کې د خپل پلاني پروګرامونو په تګلوري کي د همکارۍ لپاره د هغوى پاملرنه جلب کړي.

بايد وويل شي چې امريکا شل کاله له ډار اچوونکو سره د تش په نامه مبارزې په شعار سره  په افغانستان کې خپل تيرى او غير قانوني شتون توجيه کړ او اوس چې له افغانستان څخه وتلې ده بیا هم په همدې شعار تکيه لري او وايي چې ګنې افغانستان خپلو ګاونډيو هېوادونو ته د ډار اچوونکو فعاليتونو د صادرولو منبع ده، سره له دې چې په افغانستان کې د نا امنۍ عوامل  له منځه تللي، خو اوس هم امريکا د يو شمېر نورو هېوادونو په مرسته په افغانستان کې د ډاراچوونکو ډلو د شتون تور طرحه کوي او په دغه هېواد کې  له موجود حکومت څخه غواړي چې له دې پديدې سره مبارزه وکړي، دغه شان يوه ستره هيله د دغه هېواد حربي او لوژستيکي شتمنۍ او امکانات محدودوي او يا هم هغه نورو ته بخښي.

د افغانستان دغه هوايي امکانات چې د يو پروګرام له مخې ازبکستان او تاجکستان ته لېږدول شوې دي د افغانانو ملي شتمني ده  او د دغه هېواد  د اردو د حربي لوازمو يوه برخه ده  چې د هغو لومړنۍ او وروستى خاوند به افغانستان وي.

دغه راز دواړو ګاونډيو او ورونو هېوادونو ازبکستان او تاجکستان ته لازمه ده چې د افغانستان د خلکو ګاونډيتوب او امانت دارۍ حق رعايت کړي او بايد هغو خيالي خبرو ته تسليم نه شي چې امريکايي ترسيموي.

افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، نور ګاونډي او د سيمې هېوادونه په يوه جغرافيه کې ژوند کوي په داسې حال کې امريکا له ډېر لرې ځايه راځي او موږ ته اوتې بوتې وايي، له افغانستان څخه د ډاراچونې د خيالي مفکورې رواجول دقيقه خبره نه ده او ګاونډي هېوادونه هم پوه شوي، چې دغه شان ګواښ شتون نه لري هيله ده چې دغه هېوادونه په واقعبيني سره عمل وکړي او که چېرې کومه خبره شتون ولري د خبرو اترو دروازه پرانيستې ده او امريکا هم بايد پوه شي چې د سيمې له هېوادونو سره امنيتي همکارۍ بايد د نورو هېوادونو د کمزوره  کولو لپاره نه وي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا