امنیت

په روان کال کې ٥٠٠٠ تنه ښځې دافغانستان دپوليسو له ځواکونو سره يو ځاى شوې دي.

کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند په دې بيان سره په روان کال کې دوسوه تنه ښځې ددغه ولايت دپوليسو له ځواکونو سره يوځاى شوې دي وويل:- په دې موده کې دافغانستان په ګوټ ګوټ کې په ټوليزه توګه ٥٠٠٠ تنه ښځې د پوليسو له کادرونو سره يوځاى شوې دي.
عبدالروف احمدي دشنبې په ورځ په هرات کې دښځينه پوليسو دکنفرانس په څنده کې وويل چې په روان کال کې په ټول هيواد کې څه ناڅه ٥٠٠٠ تنه ښځې دپوليسو له ځواکونو سره يو ځاى شوې دي . او يو شمير يې هم خپلې حرفوي پوځي زده کړې په ترکيه کې کړې دي.
دافغانستان دښځينه پوليسو زياتره ځواکونه دحرفوي زده کړو لپاره ترکيې ته استول کيږي او په روان کال کې کابو ٥٠٠٠ تنه افغان ښځې د روزنيزو دورو له تيرولو وروسته خپل هيواد ته راستنې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته