زابل باختر دغويي دمياشتې ٢٧ :
درې تنه ملکي وګړي نن په واټ کې د ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
د زابل د سيمه ييزو پوليسو قوماندانۍ د باختر آژانس خبريال ته وويل چې يوه رکشا د زابل ولايت د شهرصفا ولسوالۍ بازار ته څېرمه په واټ کې په يوه ښخ کړاى شوي ماين وخته چې د چاودنې له امله يې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
ده څرګنده کړه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي .
د روغتون ډاکترانو د يوه ټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب بللى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ