
کابل، د وږي ۱۱مه، باختر
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د خراسان رضوي (مشهد) اوسپنې پټلۍ له رئیس نصیري سره وکتل.
باختر آژانس ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د ریلي همکاریو پراختیا او د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو چټکتیا اړوند بحث ترڅنګ، د مشهد د مسافر وړلو ریلي سټېشن بېلابېلې برخې هم ولیدل شوې او په اړه یې افغان پلاوي ته معلومات ورکړل شول.
د يادونې وړ ده چې په دغو وروستيو کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې پلاوي د ايران په رسمي بلنه، ياد هېواد ته تللی او هلته له يوشمېر مسئولينو سره پر دوه اړخيزو ريلي همکاريو خبرې کړې دي.