
کابل، د وږي ۱۰مه، باختر
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د ایران د چابهار بندر له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
باختر آژانس ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د ایران هېواد د لارو او ښار جوړونې وزارت ځانګري استازي انجنیر میر شفیع، د ریلي کنسرسیوم رئیس مصطفی رضایي او د چابهار بندر اقتصادي مرستيال انجنیر شهدادي د افغان پلاوي ملتیا کوله؛ د چابهار بندر اقتصادي مرستيال د دغه بندر د بېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل.
هغه څرګنده کړې چې دوی په پام کې لري دغه بندر ته لا زياته پراختیا ورکړي.
د يادونې وړ ده چې چابهار بندر د ایران له مهمو بندرونو څخه دی او د چابهار- زاهدان- نیمروز/ میلک اوسپنې پټلۍ پروژې په ګټه اخیستنې سره به، د نیمروز اړوند میلک بندر مخامخ د اوسپنې پټلۍ له لارې له دغه مهم بندر سره وصل شي.