
کابل، د وږي ۱۰مه، باختر
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي له چابهار- زاهدان- نیمروز /میلک اوسپنې پټلۍ پروژې څخه چې اوسمهال يې په ایران کې د جوړونې چارې دوام لري؛ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
باختر آژانس ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت ځانګري استازي انجنیر میر شفیع، د پروژې په اړه معلومات ورکړل.
هغه ويلي چې دوی ټینګه اراده لري ترڅو د دې پروژې چارې ژر تر ژره بشپړې شي او تمه یې ښودلې چې افغان لوری هم د نیمروز اړوند میلک بندر کې د سرحدي پټلۍ جوړولو چارې پیل کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو بل ریلي اتصال هم رامنځ ته شي.
همدارنګه د دغې پروژې د لیدنې پرمهال د معیاري بلاست (جغل) جوړولو له یوه شرکت او یوه تونل چې ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۹متره لوړوالی او ۹ متره پلنوالی لري او ټولې چارې یې د ایراني متخصصینو له لوري ترسره شوې دي؛ لیدنه شوې ده.